وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي اسرائيلو د خزر په سمندر کي پر يوې سمندري پوځي اډې بريد کړی

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي اسرائيلو د خزر په سمندر کي پر يوې سمندري پوځي اډې بريد کړی، چي هدف ئې د ايران او روسيې ترمنځ د پوځي ملاتړ او تجهيزاتو د لېږد يوه مهمه لاره وه.
د راپور له مخي، دغه لاره د مهماتو، بې‌پيلوټه الوتکو او نورو پوځي وسايلو د انتقال له پاره استفاده کېدل او دواړه هیوادونه به له دې لاري يو بل ته پوځي تجهيزات رسول.
دغه امريکايي ورځپاڼه وايي چي دا بريد په داسي حال کي سوی، چي خزر سمندر د نړۍ تر ټولو لویو تړلو اوبو څخه شمېرل کېږي، او د امريکا د سمندري ځواکونو د کنټرول څخه وتلی دئ.

د معلوماتو له مخي، د دې سمندر له لاري د روسيې او ايران بندرونه چي شاوخوا ۹۶۰ کيلومتره واټن لري، سره نښلول کېږي او دا دواړو هیوادونو ته د وسلو او نورو توکو د تبادلې اسانتيا برابروي.