والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چي د ایران هغه اووه ورځنی وړاندیز چي له مخي ئې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د کمولو غوښتنه سوې وه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ رد کړی دئ.
د راپور له مخي ایراني چارواکو دا طرحه د قطر له لاري امریکا ته سپارلې وه.
په طرحه کي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د عادي سمندري تګ راتګ د پیل غوښتنه سوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که اړین شرایط برابر سي، هرمز تنګی به په اووه ورځو کي بېرته پرانیستل سي او د اټومي پروګرام په اړه به خبري هم بیا پیل سي.
د راپورونو له مخي، تهران له امریکا څخه د جنوبي بندرونو د سمندري محاصرې د پای ته رسولو، د تېلو پر صادراتو د بندیزونو د کمولو او د ایران د کنګل سوو شتمنیو د بېرته ازادولو غوښتنه هم کړې ده.
والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله ویلي چي ټرمپ خپل مرستیالانو ته ویلي، ښايي د نومبر له منځنیو انتخاباتو وروسته پر ایران بیا هوايي بریدونه پیل سي.
دا ادعا تر اوسه د امریکا حکومت په رسمي ډول نه ده تائید کړې.