يو شمېر افغان حاجيان چي د حج د فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي، شکايت کوي

يو شمېر افغان حاجيان چي د حج د فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي، شکايت کوي، چي افغان دولت ورته په سم ډول خدمات نه وړاندي کوي.
افغان حاجي په اېکس پاڼه په نشر سوي پيغام کي ويلي، چي د ط..البانو د نظام له خوا ورته اسانتياوي نه دي برابري سوي.
د هغه په خبره چي د خدماتو له پاره ورڅخه زياتي پيسې اخيستل سوي؛ خو د دوی د اړتياوو مطابق ورته اسانتياوي نه دي برابري سوي.

هغه وايي چي د افغان حاجيانو له پاره د اوسېدو ځايونه کم دي او ډېر وخت هغوی مجبوره کېږي، چي د سړک پر سر شپه وکړي. هغه دغه راز زیاتوي، چي افغان حاجيان د ترانسپورټ په برخه کي هم د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي د ط..البانو له دولت څخه غوښتنه کړي، چي ستونزي ئې ورته حل کړي او لازمي اسانتياوي دي ورته برابري کړي.