پاکستان او چین په یوې ګډي اعلامیې کي ویلي، چي دواړه هیوادونه غواړي د افغانستان اړوند موضوعاتو کي خپل ګډ تعامل او سیاسي همږغي لا پراخه کړي.
د اعلامیې له مخي دواړو لورو د سیمهییزو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعیت په اړه د نژدې سلا مشورو پر دوام ټینګار کړی دئ.
په بیان کي ویل سوي، چي د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ سوي وروستۍ درې اړخیزي ناستي ګټوري بلل سوي دي.
دغه راز چین هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او خبرو اترو د اسانتیا ملاتړ څرګند کړی دئ.
په اعلامیه کي د سيپېک پروژې، د ګوادر بندر پراختیا، سوداګرۍ، کرني، انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، پوځي او ترهګرۍ ضد همکاریو، منځني ختیځ او سیمهییز ټیکاو په اړه هم د دواړو هیوادونو د همکاریو یادونه سوې ده.