پاکستان له ترکمنستان څخه غوښتي چي د کاسا–۱۰۰۰ سیمه‌ییزي برېښنا پروژې سره یوځای سي

پاکستان له ترکمنستان څخه غوښتي چي د کاسا–۱۰۰۰ سیمه‌ییزي برېښنا پروژې سره یوځای سي، څو د افغانستان له لاري د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د برېښنا لېږد پراخ سي.
اکسپرس ټریبیون ورځپاڼي راپور ورکړی، چي د پاکستان د برېښنا وزیر اویس لغاري په اسلام‌اباد کي د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره په لیدنه کي د برېښنا د لېږد، د سیمه‌ییزو شبکو د نښلولو او د انرژۍ په برخه کي د همکاریو پر پراختیا خبري کړي دي.
کاسا–۱۰۰۰ د تاجکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان ګډه پروژه ده، چي له مخي ئې د منځنۍ اسیا اضافي برېښنا د افغانستان له لاري پاکستان ته لېږدول کېږي.

د دې پروژې له مخي، افغانستان ته ۳۰۰ او پاکستان ته زر مېګاواټه برېښنا ځانګړې سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *