پاکستاني رسنیو راپور ورکړی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چي د خیبرپښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې د وسله‌والو په برید کي ۹ پاکستاني پولیس، چي یو لوړپوړی امنیتي چارواکی هم په کښي شامل دئ وژل سوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي، امنیتي ځواکونو د برید پر وړاندي سمدستي جوابي عملیات ترسره کړي چي په پایله کي ئې ۱۵ بریدګر وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان سوي دي.
د چارواکو په وینا، له نښتي وروسته په سیمه کي امنیتي عملیات دوام لري او د احتمالي نورو بریدګرو د نیولو هڅي رواني دي.

تر اوسه هېڅ وسله‌والي ډلي د دغه برید مسؤلیت نه دئ منلی.