پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چي له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله د دغه هیواد سوداګرو ته هره میاشت نژدې ۱۷۷ میلیونه ډالر مالي زیان رسېږي.
د راپورونو له مخي، د پاکستان سوداګر وايي چي د ترانزیټي لارو دوامدار بندښت نه یوازي د پاکستان پر صادراتو ناوړه اغېز کړی، بلکي افغانستان او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د دغه هیواد اوږدمهاله بازارموندنه او لاسرسی هم له جدي ګواښ سره مخ کړی دئ.
د سوداګرۍ د خوني استازي ټینګار کوي چي که دا وضعیت دوام پيدا کړي، نو د سیمي په بازارونو کي به د پاکستان سیالي کمه سي او نور هیوادونه به د دې تشي د ډکولو هڅه وکړي.
هغوی له حکومت څخه غوښتي چي د ستونزي د هواري له پاره بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي.