پر ايران باندي د امريکا او اسرائیلو د ګډو بريدونو دوهمه اوونۍ پيل سوې

پر ايران باندي د امريکا او اسرائیلو د ګډو بريدونو دوهمه اوونۍ پيل سوې، چي ورسره سم د ايران د مرکز د تهران لوېديځ او د مهراباد نړۍوال هوايي ډګر باندي بريدونه سوي او ويجاړ سوی دئ.
په ټولنیزو رسنيو کي په خپاره سوو انځورونو کي د مهرآباد نړۍوال هوايي ډګر ښکاري چي ورته نژدې چاودني سوي، چي له امله ئې په سيمه کي اور لګېدلی دئ.
په ورته وخت کي بيا د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی، چي پر ايران ئې نوي بريدونه پيل کړي او په خبره ئې چي تر ۸۰زیاتو جنګي الوتکو په تهران او مرکزي ايران کي بريدونه پيل کړي.