پرون د 2026(MAY ) پر اووم تاريخ د متحده عربي اماراتو ولسمشر شيخ محمد بن زاهد النهیان هند ته د خپل سفر پر مهال د هند

پرون د 2026(MAY ) پر اووم تاريخ د متحده عربي اماراتو ولسمشر شيخ محمد بن زاهد النهیان هند ته د خپل سفر پر مهال د هند د لومړي وزیر سره د دواړو هيوادو تر منځ یو امنیتي او دفاعي تړون لاسليک کړ.
د یاد تړون له مخي به هند او امارات د یو بل دفاع کوي،د ترهګري ضد مبارزه به کوي او پر يوه بريد به پر بل هم د بريد په معنا ګڼل کېږي.
د هند سره تړون ته په کتلو متحده عربي اماراتو یو شمېر پاکستاني کارګر له دندو ګوښه کړي او شړلي دي او ددغه تړون د کامیابېدو سره شاید دا لړۍ نوره هم پراخه سي.

د یادوني وړ ده چي تیر کال پاکستان او سعودي عربستان هم ورته تړون لاسليک کړی وو.