په افغانستان کي د سرطان ناروغۍ د مخنیوي بنسټ وايي، اوس مهال په افغانستان کي له یو نیم میلیون ډېر کسان پر سرطان اخته دي

په افغانستان کي د سرطان ناروغۍ د مخنیوي بنسټ وايي، اوس مهال په افغانستان کي له یو نیم میلیون ډېر کسان پر سرطان اخته دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخي، هر کال شاوخوا ۵۰ زره نوي د سرطان پېښي ثبتېږي.
د ياد بنسټ مسئولین وايي، په ښځو کي د سینې او رحم سرطان او په سړيو کي د سږو، معدې، پروستات او کولمو سرطانونه ډېر لیدل کېږي.

د متخصصانو په وینا، سګرټ او نسوار، ناسالم خواړه او د روغتیايي اصولو نه مراعاتول د سرطان له مهمو لاملونو څخه دي.
دوی وايي، اوږدې جګړې هم ښايي د دې ناروغۍ په زیاتېدو کي اغېز ولري.