په افغانستان کي د ځوانانو بېکاري او اقتصادي ستونزي ورځ تر بلي زياتېږي، چي له امله ئې ګڼ ځوانان اړ کېږي

په افغانستان کي د ځوانانو بېکاري او اقتصادي ستونزي ورځ تر بلي زياتېږي، چي له امله ئې ګڼ ځوانان اړ کېږي، چي د ژوند د ښه کېدو په هیله پرخطرناکو او ناقانونه لارو بهرنیو هيوادونو ته د تګ هڅه وکړي؛ هغه لاري چي ډېری وخت د مرګ او ناورین پایله لري.
په همدې لړ کي، د فراه ولایت په جوین ولسوالۍ کي ۲۱ کسانو چي غوښتل ئې ایران ته پر قاچاقي لاره واوړي، چي له ډلي ئې یو تن وژل سوی او ۲۰ نور ط..البانو نيولي دي.
د فراه امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخي، یاد کسان د قاچاقبر له خوا د لاري په منځ کي پرېښودل سوي وو او په یوه رود کي د مرګ د ګواښ سره مخ وو، چي ط..البان ۲۰ تنه نيولي او يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

دا پېښه یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي، چي ولي لا هم ځوانان د دومره لوړو خطرونو منلو ته چمتو کېږي. شنونکي باور لري، تر هغو چي په هيواد کي د کار زمینه برابره نه سي او اقتصادي وضعیت ښه نه سي، د ځوانانو دا خطرناک سفرونه به دوام ولري.