په امریکا کي د پیو څېړنیز مرکز په یوه راپور کي اټکل کړی، چي تر ۲۰۳۵ میلادي کال پوري به د مسلمانانو شمېر د عیسویانو په پرتله زیات او اسلام به د نړۍ تر ټولو لوی دین سي.
ياد مرکز د راپور له مخي تر ۲۰۳۵ کال پوري به د مسلمانانو شمېر ۲ میلیارده او ۵۷۰ میلیونو ته ورسېږي، خو د عیسویانو شمېر به ۲ میلیارده او ۵۲۰ میلیونه وي.
د پیو څېړنیز مرکز وايي، د مسلمانانو ترمنځ د ماشومانو د زېږون لوړه کچه د هغوی د نفوس د زیاتېدو اصلي لامل دئ.