په تهران کي د افغانستان په اړه د ګاونډیو هیوادونو دوه ورځنۍ غونډه د یوې اعلاميې په نشرولو سره پای ته ورسېدل. د غونډي ګډونوالو اعلان وکړ چي د سیمي ثبات د افغانستان له امنیت او سوکالۍ سره تړلی دئ او ټینګار ئې وکړ چي د هر ډول بهرني پوځي حضور پر وړاندي یو موټی دریږي.
په اعلامیه کي ویل سوي چي ګډه مبارزه به د ترهګرۍ، نشهیي توکو او انساني قاچاق پر ضد لا پیاوړې سي، څو نه یوازي افغانستان، بلکي د ټولي سیمي د خطرونو مخه به نيول سوې وي.
ګډونوالو ژمنه وکړه چي د افغانستان د اقتصاد، ثبات او سولي له پاره به له هیڅ ډول همکاریو ډډه نه کوي.
همداراز، د غونډې ګډونوالو د پاکستان او افغانستان د شخړو د حل له پاره پر سیمهییزي ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو رغول به د ټولي سیمي په ګټه وي.
دا غونډه په داسي حال کي جوړه سوې، چي د ط..البانو د بهرنيو چارو وزات اعلان کړی وو، چي د ط..البانو هېڅ استازی په ياده غونډه کي ګډون نه کوي، ط..البانو په ياده غونډه کي د نه ګډون د علت په اړه څه نه دي ويلي.