په داسي وخت کي چي په ایران کي د اسلامي جمهوریت پر ضد ملي پاڅون دوام لري، د افغانستان یو شمېر اوسېدونکو دا اعتراضونه د «طالبانو» پر ضد د مبارزې بېلګه بللې ده؛ هغه رژیم چي د بشر حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، په پراخه کچه تر پښو لاندي کړي دي. ډېر افغانان اوس هیله لري چي د طالبانو د رژیم پر ضد اعتراضونه، چي دا مهال د ځپنو او نیونو له امله تر ډېره پټ او ځمکني دي، وکولای سي علني او میداني پړاو ته ورسېږي.
بهار مهر، د افغانستان لیکواله او سیاسي فعاله، د ایران د خلکو د اعتراضونو په وړاندي د یو شمېر مدني، بشري حقونو او د ښځو د فعالانو د چوپتیا سخت انتقاد کړی دی. نوموړې په ایکس (پخواني ټویټر) کي لیکلي دي:
«د وینو، زندان او د معترضینو د دار ته پورته کولو پر وړاندي چوپتیا نور په هیڅ پلمه د بښني وړ نه ده. هماغه کسان چي ځانونه د طالبانو مخالفین بولي، په قصدي ډول هېر وي چي طالبان او د ‘آیتاللهګانو’ رژیم د ماهیت، ایډیولوژۍ، منظم سرکوب، د ښځو پر ضد چلند او د انساني کرامت د انکار له پلوه له یوې ریښې تغذیه کېږي.»
هغې همدارنګه لیکلي دي چي د ایران د اعتراضونو پر وړاندي چوپتیا د «ظالم» ترڅنګ درېدل دي، نه د قرباني ترڅنګ:
«تاریخ لکه څنګه چي د طالبانو او د آخوندانو د رژیم جنایتونه نه هېروي، زموږ چوپتیا به هم ونه بښي.»
په همدې حال کي، حامد حیدري، لیکوال او خبریال، هم په خپل ایکس حساب کي د اسلامي جمهوریت احتمالي سقوط د طالبانو لپاره د خطر زنګ بللی او لیکلي یې دي:
«د ایران د خلکو غوسه د خامنهيي د سرتېرو پر وړاندي د چاودېدو په حال کي ده. طالبان هم باید له هماغه ورځي ووېرېږي. هغه وخت به معلومه نه وي چي د ملا هبتالله د سرتېرو پر ضد د خلکو غوسه او غچ به څه پایله ولري.»
مبارز نوري، د ایکس یو کاروونکي، هم د ایران اعتراضونو ته په اشارې سره ویلي چي حکومت بې د خلکو له رضایت څخه نه سي پایېدلی. هغه لیکلي دي:
«د ایران د خلکو پراخ او بېساري اعتراضونه د حاکمي دیکتاتورۍ او سرکوبګر جوړښت پر ضد، د سیمي د ایډیولوژیکو حکومتونو، په ځانګړې توګه د طالبانو لپاره یو جدي خبرداری دی.»
لیلا فروغ محمدي، د افغانستان ټولنیزه فعاله، هم د طالبانو رژیم ته په اشارې ټینګار کړی چي پر سرکوب ولاړ حکومتونه د سیمي په هر ګوټ کي د اعتراض د ږغ له اورېدو وېره لري. هغې په ایکس کي لیکلي دي:
«د ایران د خلکو اعتراضونه د طالبانو لپاره خطرناک دي، ځکه دا ساده حقیقت راپه یاد کوي چي استبداد، که هر څومره وسلهوال او ایډیولوژیک هم وي، ماتېدونکی دی. طالبان پوهېږي چي که د ایران د خلکو غږ واورېدل سي، دا هیله او زړورتیا به هغې افغاني ټولني ته هم ولېږدېږي چي خپله د استبداد تر پېټي لاندي ساه اخلي.»
د هغې په باور، د اسلامي جمهوریت پر ضد اعتراضونه یوازي د ایران مسئله نه ده، بلکي د ټولو هغو ولسونو مسئله ده چي د واکمنو مستبدو حکومتونو تر ولکې لاندي ژوند کوي. هغې لیکلي دي:
«د دغو اعتراضونو څخه د طالبانو وېره د خلکو د ځواک ثبوت دی، او هره رسنۍ یا ټولنه چي د دې سرکوب او سانسور پر وړاندي چوپ پاته سي، په ناپوهۍ سره د همدې کړۍ د دوام مرسته کوي.»
نږدې څلور نیم کاله کېږي چي طالبان پر افغانستان واکمن دي، او په دې موده کي د افغانستان ښځو او نجونو څو ځله، که په کوڅو کي او که په پټه بڼه، اعتراضونه کړي دي. د طالبانو رژیم تل دا اعتراضونه ځپلي او یو شمېر معترضې ښځې یې نیولي او بندي کړي دي. سره له دې، د طالبانو د سیاستونو پر ضد پټ اعتراضونه، په ځانګړې توګه د ښځو د بشپړ حذف هڅو پر وړاندي، لا هم روان دي.
که څه هم د ایران د اسلامي انقلاب څخه ۴۷ کاله تېرېږي او په دې موده کي ایرانيانو د اسلامي جمهوریت پر ضد په اعتراضونو کي ډېر قربانیان ورکړي دي، خو د اعتراضونو کچه دا مهال بېساري پراخوالي ته رسېدلې ده. اوس به ولیدل سي چي د طالبانو د رژیم پر ضد اعتراضونه، چي خلک د زور، اختناق او وسلې په وسیله تر کنټرول لاندي ساتي او تر اوسه یې د افغانستان په حکومتي جوړښت او سختدریځو سیاستونو کي کوم مثبت بدلون نه دی راوستی، نور به تر کومه وخته دوام وکړي. خو تاریخ ته کتنه ښيي چي دیکتاتور حکومتونه د خلکو د غوښتنو پر وړاندي بېله نړېدلو بل انجام نه لري.