په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصيراحمد فايق د امنيت شورا په غونډه کي پر افغانستان د پاکستان پر بريدونو نيوکه وکړل او په خبره ئې چي د امنیت شورا دي د پاکستان څخه وغواړي، چي پر افغان ولسي وګړو خپل بريدون ودروي.
د هغه په خبره چي پر افغان خاوره د پاکستان بريدونه د منلو وړ نه دي.
د فايق په وينا چي ط..البان د افغانانو نماينده ګان نه دي او همداراز ترهګرو ته د پناه ورکړي سیاست هم په افغان ولس پورې اړه نهلري.
فايق پر افغانستان روان بريدونه د ځمکنۍ بشپړتیا نقض او د ملګرو ملتونو د منشور نقض ياد کړ.
هغه د امنيت د شورا څخه غوښتنه وکړل، چي پاکستان ته ووايه چي نور دغه ډول بريدونه پر ولسي خلګو و نه کړي.