په ټول افغانستان کې سبا (دوشنبه) د پولیو ضد واکسین ملي کمپاین پیلېږي، خو په سویلي زون کي به دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل سي.
له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ وايي په سویلي زون کي د کمپاین د ښه پلي کېدو له پاره د واکسین بهیر یوه ورځ وروسته پیلېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخي، په روان ۲۰۲۶ کال کي په افغانستان کي د پولیو ۴۲ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.