په کابل کي د چین سفیر جاو شینګ د ط..البانو د دفاع له وزیر محمدیعقوب م.جاهد سره په لیدنه کي ویلي، چي هیواد ئې چمتو

په کابل کي د چین سفیر جاو شینګ د ط..البانو د دفاع له وزیر محمدیعقوب م.جاهد سره په لیدنه کي ویلي، چي هیواد ئې چمتو دئ، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د راتلونکو مذاکراتو کوربه توب وکړي.
د ط..البانو د دفاع وزارت په اعلامیه کي راغلي، چي په دې لیدنه کي د دواړو لورو ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، امنیتي همکاریو او د سیمي پر وروستیو بدلونونو خبري سوي دي.
د اعلامیې له مخي، د چین سفیر همداراز د ارومچي مذاکراتو یادونه کړې او هیله ئې ښودلې چي دغه بهیر به دوام ومومي.

اعلامیه کي ويل سوي، چي چین غواړي د سیمي د ثبات له پاره خپل رول لا پیاوړی کړي او د خبرو اترو له لارو ستونزي حل سي.