اسلامآباد د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند له موافقې وروسته د دواړو هيوادونو د پلاوو د هرکلي له پاره چمتووالی نیولی دئ.
د راپورونو له مخي، په دغه ښار کي سخت امنیتي تدابیر نیول سوي، په ځانګړي ډول د سرینا هوټل شاوخوا چي ټاکل سوې خبري په کښي تر سره سي. دغه هوټل له مېلمنو څخه تخلیه سوی او لاري ورته تړل سوي دي.
پولیسو په ښار کي د تلاښيو پوستې زیاتي کړي او اضافي ځواکونه ئې ځای پر ځای کړي دي.
امنیتي چارواکي وايي، دا تدابیر د عادي لوړي کچي ناستو په پرتله ډېر سخت دي.