د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چي د امریکا حکومت په اروپا کي د خپلو پوځیانو د حضور د کمولو پر سر غور کوي.
د راپورونو له مخي که څه هم د امریکا د دفاع وزارت ته تر اوسه د کوم مشخص پلان د جوړولو سپارښتنه نه ده سوې، خو دا بحثونه د امریکا او اروپایي متحدانو ترمنځ د اړیکو د بېساري ترینګلتیا څرګندونه کوي.
اوس مهال امریکا په اروپا کي له ۸۰ زرو څخه زیات پوځیان لري، چي ډېری ئې په جرمني کي مېشت دي او د دوهمي نړۍوالي جګړې راهیسي د دې وچي په امنیتي جوړښت کي مهم رول لري.
د راپور له مخي، ټرمپ له اروپایي متحدانو څخه په ځانګړي ډول د ناټو په چوکاټ کي د همکارۍ پر کموالي، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د امنیت په برخه کي نیوکه کړې ده.
دا اختلافات یوازي امنیتي نه دي؛ ټرمپ له اوږدې مودې راهیسي اروپایي هيوادونه د دفاعي بودیجې په کمښت تورنوي او د ګرینلنډ د الحاق موضوع هم وروستیو کي د دواړو لورو ترمنځ نوي لانجې راپورته کړي دي.