په کم عمر کي د پيسو په بدل کي د نجونو ورکول هغه ستونزه ده، چي ډېری افغان نجوني ورڅخه کړېږي.
ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي په کندهار کي د يوې ۹ کلني نجلۍ دوستانو غوښتل چي د هغې د خوښي پرته ئې د پېسو بدل کي ئې ۶۰ کلن سړي ته په نکاح کړي.
د کندهار د ط..البانو د امرب.المعروف رياست مسئولينو څراغ تلوېزيون ته ياده پېښه تائيد کړې ده او ويلي ئې دي، چي د دغه نکاح مخه ئې نيولې ده.
هغوی ويلي، چي د ټولو هغو نکاحو مخه به نيسي چي په جبري ډول وي.