په کندهار کي د سنوفارما د درملو جوړلو فابريکې مسؤلين وايي، چي خپل تولیدات ئې زیات کړي او پلان لري چي د روان کال تر پایه خپل تولید دوه چنده کړي.
د سنوفارما د درملو جوړولو فابريکه وايي، چي دا مهال ۱۹۲ ډوله درمل تولیدوي او هڅه کوي، چي د افغانستان ۴۰ سلنه روغتیایي اړتیاوو ته جواب ووايي.
د دغي فابریکې مسؤلين وايي چي د خپلو تولیداتو د لوړوالي له پاره نوي پلانونه لري او په خبره ئې چي د درملو جوړولو په برخي کي خپلي هڅي جاري ساتي ترڅو د خپل ولس اړتياوي پوره کړي.