په کندهار کي د ط..البانو د ۲۰۵ البدر قول اردو وياند نذير شکيب د چهار شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي ئې ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې ئې ۴۵ کارټنه هغه درمل چي افغانستان ته په قاچاقي ډول را وړل کېدل نيولي دي.
د هغه په خبره چي دغه درمل ئې تر نيول کېدو وروسته سوځولي دي.
هغه دغه راز زياته کړې، چي ۶۰ د سپينو زرو هغه خښتي ئې هم نيولي، چي په قاچاقي ډول پاکستان ته لېږدول کېدې.
نوموړي د يادو توکو په تړوا د کسانو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.