په کنړ کي د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې د چمتووالي ادارې خبر ورکړی

په کنړ کي د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د مبارزې د چمتووالي ادارې خبر ورکړی، چي د کنړ ولايت په نورګل ولسوالۍ کي وروستيو سېلابونو دوه کسان وژلي او ځايي خلګو ته ئې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
دغي ادارې ويلي، چي د يادو سېلابونو له امله يو شمېر کورونه، زراعتي ځمکي او عامه تاسيسات زيانمن سوي.
بايد وويل سي چي د نورستان ولايت په برګمټال ولسوالۍ کي هم سېلابونو خلګو ته مالي زيانونه اړولي‌ دي.