ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کي د دوو ځوانانو مړي موندل سوي چي په مرموز ډول وژل سوي دي.
سرچینې وايي، د ایمل‌خان په نوم د یوه ځوان جسد پرون له غرمې وروسته د دلارام ولسوالۍ په مرکز کي د خالي نمرو په سیمه کي پیدا سوی دئ.
د سرچینو په وینا، د قدرت‌الله په نوم د بل ځوان مړی هم بازار ته نژدې په يوه غونډۍ کي پيدا سوی.

سرچینه دغه راز زياتوي، چي دواړه ځوانان په مرموز ډول وژل سوي، خو د ط..البانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.