څراغ تلوېزيون د ط..البانو د ماليې وزارت هغه پيغام تر لاسه کړی، چي د ټولو دولتي ادارو ته امر سوی، چي د قوس دمياشتي معاش به د جدي تر ۱۳ مي نېټې وروسته اجرا کېږي.
ط..البانو د دولتي ادارو د کارکوونکو معاش د کوم دليل څخه پرته ځنډولی دئ.
د ط..البانو په دغه پيغام کي ويل سوي:«د وزارت د رهبرۍ د شفاهي هدایت په اساس د قوس میاشتي معاش باید د جدي په دیارلسم تاریخ اجراء سي او د هغه څخه وړاندي له اجراء څخه ئې ډډه وکړئ.