څراغ تلوېزیون ته د کابل څخه سرچينو خبر ورکړی چي نن او پرون د کابل پر فضا ډرون او جيټ الوتکي ليدل سوي دي.
د سرچينو په خبره چي یادو الوتکو د تيرو پاکستاني الوتکو څخه مختلف شکل او حجم درلودئ او په دوامداره توګه د کابل پر فضا ګرځېدلې.
سرچينو زیاته کړې چي په ځينو سيمو کي د ط.البانو له خوا پر یادو الوتکو ټکان هم سوي دي.
د یادوني وړ ده چي تر اوسه ط.البانو د یادو الوتکو اړوند څه نه دي ویلي.