څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي د بلوچستان په چاغي سيمه کي نامعلومو وسله والو پر پاکستانۍ پوستو بريدونه کړي دي

څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي د بلوچستان په چاغي سيمه کي نامعلومو وسله والو پر پاکستانۍ پوستو بريدونه کړي دي.
د سرچيني په خبره چي د بريدونو وروسته په یاده سيمه کي دوامدار د ډزو ږغونه اورېدل کېږي.
د چاغي محلي سرچيني وایې چي یاد بريدونه بلوڅ بيلتون پالي ډلي کړي خو یادي ډلي لا تر اوسه په رسمي ډول ددغه بريدونو مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

باید وويل سي چي د یادو بريدونو د تلفاتو دقيق معلومات لا تر اوسه ندي معلوم سوي.