کندهار ښاريانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي دوه کاله مخکی د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله حکم ورکړی و

کندهار ښاريانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي دوه کاله مخکی د ط..البانو مشر م.لاهب.ت الله حکم ورکړی و، چي د دوکانونو د لوحو ماليه معاف ده.
هغوی وايي د هغه د حکم سربېره کندهار ښاروالي ورڅخه پر هر متر مربع ۳ زره افغانۍ ورڅخه په جبري ډول غواړي.
کندهار ښاريان دغه راز زياتوي، چي د نوي لوحې د لګولو پر سر ورڅخه ۳۰۰ افغانۍ هم غواړي.

هغوی غوښتنه کوي، چي د ط..البانو د مشر دغه حکم دي ښاروالي ومني او په جبري ډول دي ورڅخه معاف سوې ماليه نه غواړي.
کندهار ښاريان وايي د نورو لوړو ماليو ترڅنګ دغه ماليه ورکول ورته سخت دي.