د امریکا ان‌بي‌سي شبکې راپور ورکړی

د امریکا ان‌بي‌سي شبکې راپور ورکړی، چي د ایران له خوا د هرمز تنګي پر یوې بېړۍ د توغندي په برید کي اته امریکايي سمندري سرتېري ټپیان سوي دي.
د راپور له مخي، په ټپیانو کي اووه سرتېري او یو افسر شامل دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه کسان د سپټمبر په ۱۴مه د یوې کروز توغندي د لګېدو له امله ټپیان سوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي، دا کسان په يوه ملکي بېړۍ کي سپاره وه، چي بريد پر سوی.
د امریکا دفاع وزارت وايي، په ایران کي د رواني جګړې له پیله ۱۹ امریکايي سرتېري وژل سوي او ۸۶۱ نور ټپیان سوي دي.