د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د نورستان د کامدېش او د کنړ د ناړۍ ولسوالیو په ځینو سیمو کي له ط..البانو سره د نښتو پر مهال ئې ۳۷ ط..البان وژلي او ۲۴ نور ئې ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د يکشنبې په ماخستن په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي ځواکونو ئې په کامدېش او ناړۍ ولسوالیو کي څو کلي او د ط..البانو څو امنیتي پوستې هم نیولي دي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپلو کسانو د نیول کېدو په اړه د ط..البانو ادعاوي هم رد کړي او ویلي ئې دي، چي ط..البان د خپلو پوځي زیانونو د پټولو له پاره ناسم معلومات خپروي.
ط..البانو تر اوسه د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.