کندهار کي له ایران او پاکستانه تازه راغلي افغان کډوال وایي

کندهار کي له ایران او پاکستانه تازه راغلي افغان کډوال وایي، د ژمي په سړو شپو او ورځو کي له جدي بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او تر اوسه ورته لازمي مرستي نه دي رسېدلې. دوی ادعا کوي چي د راستنېدو پر مهال ورسره د همکارۍ ژمني سوي وې، خو اوس په کمپونو کي په خورا سختو حالتو کي ژوند کوي او څوک ورسره مرسته نه کوي.
تازه راغلي کډوال وايي، چي سرپناه نه لري او اړ دي، چي په لنډمهالو خیمو کي ژوند وکړي. د خوراکي توکو کمښت، د پاکو اوبو نشتوالی او محدودي روغتیايي اسانتیاوي هغه ستونزي دي، چي د ژمي له سړې هوا سره یو ځای ئې د دغو کورنيو ژوند لا پسي سخت کړی دئ.
هغوی وايي کله چي د مرستو ترلاسه کولو له پاره اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي، څوک ئې ږغ نه اوري او تش لاس ئې ايله کوي.

دوی زياتوي، چي د یخ له امله د تنفسي ناروغیو پېښي زیاتي سوي او ډېری کورنۍ د درملني لګښتونه نه سي برابرولای. د هغوی په وینا، که بېړنۍ مرستي ور ونه رسېږي، ښايي بشري وضعیت ئې نور هم خراب سي.
بل لور ته، ط..الب چارواکو مخکي ویلي چي له راستنېدونکو سره د مرستو له پاره هڅي رواني دي؛ خو يو شمېر تازه راغلي کډوال وايي چي دا هڅي لا هم د اړتیاوو په پرتله کمي دي او د مرستو بهیر باید منظم او عادلانه سي.