یو شمېر افغانانو د جرمني په مونیخ ښار کي د یوې غونډي پر مهال د هرات د جبرییل سیمي د وروستیو پېښو د نړۍوالو او خپلواکو

یو شمېر افغانانو د جرمني په مونیخ ښار کي د یوې غونډي پر مهال د هرات د جبرییل سیمي د وروستیو پېښو د نړۍوالو او خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړه.
هغوی ويلي، چي په افغانستان کي د ښځو، نجونو او مدني فعالانو پر حقونو محدودیتونه زیات سوي او نړۍواله ټولنه باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
هغوی له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل، چي د بشري حقونو وضعیت وڅاري او د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب له پاره عملي ګامونه پورته کړي.