یونیسف خبرداری ورکړی، چي که په افغانستان کي پر نجونو د زدهکړو بندیزونه او د ښځو پر کار محدودیتونه همداسي دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰ کال پوري به دغه هيواد له څه باندي ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ سي.
د یادي ادارې په وينا اوسنی وضعیت نه یوازي د نجونو د زدهکړو مخه نیولې، بلکي میلیونونه ماشومان ئې له اړینو روغتیايي او تعلیمي خدمتونو هم بېبرخي کړي دي.
هغوی وايي دغه حالت د ټولني پر بنسټیزو سکتورونو منفي اغېز کوي او د اقتصاد د لا کمزورتیا لامل ګرځي.
راپور زیاتوي، چي په دولتي ادارو کي د ښځو ګډون هم د پام وړ راکم سوی؛ په داسي حال کي چي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ښځو ونډه له ۲۱ سلني څخه ۱۷.۷ سلني ته ټیټه سوې ده.
یونیسف ټینګار کوي، که ژر عملي ګامونه وانخیستل سي، نو دا بهیر به د هیواد پر بشري پانګه او بنسټیزو خدمتونو اوږدمهاله منفي اغېزې پرېږدي.