یونیسف وايي، په تېرو پنځو کلونو کي په افغانستان کي له ۲.۶ میلیونو څخه ډېري نجوني له منځنیو زدهکړو بېبرخي سوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د ط..البانو څخه غوښتي، چي پر نجونو او ښځو لګېدلي د زدهکړو محدودیتونه لېري کړي او ټولو نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي، چي بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړي سي.
یونیسف ټینګار کړی، چي د نجونو زدهکړي باید بې له ځنډه بېرته پیل سي.