۱- تر اوسه پوري لږ تر لږه ۴۸ لوړپوړي ايراني چارواکي وژل سوي دي. د حزب الله د استخباراتو رئيس هم تېره شپه وژل سوی دی

په سیمه کي د امريکا، اسرائيل، ايران او د منځني ختيځ د جګړې په اړه ځيني نوي شمېرې لاندي دي:
۱- تر اوسه پوري لږ تر لږه ۴۸ لوړپوړي ايراني چارواکي وژل سوي دي. د حزب الله د استخباراتو رئيس هم تېره شپه وژل سوی دی.
۲- ۶ امريکايي پوځيان وژل سوي دي.

۳- هغه درې امريکايي جيټ الوتکې چي کوېتي ځواکونو ويشتلي دي، د هرې يوې بيه ۹۴ ميليونه ډالره اټکل سوې ده، چي ټولټال يې ۲۸۲ ميليونه ډالره کېږي.
۴- په خليج فارس، بحيره عرب او مديترانه کي د امريکايي بحري ځواکونو د بېړيو او الوتکه‌لېږدونکو بېړيو مياشتنی لګښت شاوخوا ۴۰۰ ميليونه ډالره ګڼل کېږي.
۵- تېر کال د جون په مياشت کي د امريکا او ايران ترمنځ د نښتو له امله يوازي امريکا ۲.۵ ميليارده ډالره مصرف کړي ول.

۶- که د امريکا د ولسمشر د څرګندونو سره سم دا شخړه ۴ تر ۵ اوونۍ دوام وکړي، نو د امريکايانو لپاره دغه عمليات تر ۱۰۰ ميليارده ډالرو زيات لګښت لرلای سي.
۷- د امريکا د دفاع وزارت سږنۍ بوديجه شاوخوا ۹۹۵ ميليارده ډالره ده.
اوس که دا شمېرې د افغانستان د اوسني بوديجې سره پرتله کړو، ويل کېږي چي تېر کال ۷۵ ميليارده افغانۍ د دفاعي سکتور لپاره ځانګړې سوي وې، چي نږدې ۱.۱ ميليارده ډالره کېږي، او ځيني اټکلونه دا شمېر تر ۹۰ ميليارده افغانيو هم رسوي.