د استرالیا د One Nation ګوند غړې او د مسلمانانو پر ضد دریځونو له امله پېژندل سوې سناتور پولین هنسن، د دغه هيواد د پارلمان غونډي ته په چادرۍ کي ورغلې.
هغې د حکومت څخه وغوښتل چي په هيواد کي د مسلمانانو پر دودیزو جامو، په ځانګړې توګه چادرۍ، بندیز ولګوي. هنسن ادعا کړې چي دا ډول لباسونه د استرالیا له ارزښتونو سره اړخ نه لګوي او باید مخنیوی ئې وسي.
د نوموړي دا اقدام یو ځل بیا له پراخو غبرګونونو او انتقادونو سره مخ سوی او د هغې دغه کړنه ئې د نفرت پيدا کولو له پاره پيلامه بللې.