د ط..البانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی ويلي چي هند به له افغان ناروغانو سره د درملني ویزو د بیا ورکولو لړۍ پیل کړي.
عزیزی وایي، دا پرېکړه د دواړو هیوادونو د چارواکو تر خبرو وروسته سوې او تمه ده چي د افغانستان سفارت په نويډیلي کي به د ناروغانو له پاره د اسانتیاوو برابرولو کي مهم رول ولوبوي.
همداراز، په کابل کي د هند سفارت هم پلان لري چي د یادي پروسي د اسانه کولو له پاره نوي برنامې پلي کړي.
دا پرېکړه به زرګونو هغه افغانانو تهچي مخکي به د درملني له پاره پاکستان ته تلل اوس به په هند کي ورته د درملني له زمينه برابره کړي.