د پاکستان پولیسو تېره شپه د اسلاماباد په ارجنټینا پارک او نورو سیمو کي د افغان کډوالو پر استوګنځایونو چاپې وهلي او پولیسو ګڼ شمېر افغانان نیولي او د ایستلو ځانګړي کمپ ته ئې انتقال کړي، څو له پاکستان څخه ئې ژر وباسي.
عیني شاهدان وایي، پولیسو له کډوالو سره ناسم چلند کړی او حتی ځیني ئې وهلي دي.
په دغه پارک کي زياتره هغه خبريالان او افغانان اوسېږي، چي د وېزو د نه تمديد له امله د کورونو مالکانو د کور څخه ايستلي دي.
دغه افغان کډوال د ط..البانو د بياواکمنۍ د پيل څخه د خطر له امله پاکستان ته تللي وو، چي اوس د ايستلو د ګواښ سره مخ دي.