د اسرائیلو د دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي

د اسرائیلو د دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي ايران که هرڅو د آيت الله علي خامنه اي پرځای خپل نوی مذهبي مشر وټاکي؛ که چيري د اسرائیلو ضد سياست ولري، نو اسرائیل به هغه له منځ څخه يوسي او د هغه وژل به ئې مشخص هدف وي.
هغه د خپلو خبرو پرمهال ويلي، چي اسرائیل او امريکا به د خپلو ګډو شريکانو په مرسته په خپل ټول توان د ايران د دولت پر وړاندي ولاړي وی؛ ترڅو د ايران د ولس په خوښه په دغه هيواد کي نوی نظام قايم کړي.