د اسرائیلو د دفاع وزیر کاتس ویلي

د اسرائیلو د دفاع وزیر کاتس ویلي، له لبنان سره سوی د اوربند تړون د حزب‌الله د بې‌ وسلې کولو او په سیمه کي د ایران د نفوذ د محدودولو غوښتنه هم رانغاړي.
نوموړي د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیلو او لبنان استازو په واشنګټن کي د اوربند هوکړي ته رسېدلي دي.
کاتس زیاته کړه، که حزب‌الله خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو اسرائیلي ځواکونه به د امریکا له موافقې سره سم خپل پوځي عملیات تر بیروت پوري وغځوي.

د هغه په وینا، اسرائیلي پوځ به د لیتاني سیند تر ژړي کرښي پوري د لبنان په خاوره کي خپل حضور وساتي او عملیاتو ته به دوام ورکړي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر ادعا کړې، چي پوځ ئې د خپل پوځي ځواک په مټ د تېرو پنځوسو کلونو په ترڅ کي د لومړي ځل له پاره د اسرائیلو د شمالي سیمو اوسېدونکو ته د امنیت زمینه برابره کړې ده.