د افغانانو د لېږد ملاتړي بنسټ (افغان ایواک) د امریکا له حکومته غوښتي، چي پاکستان ته د افغانان د اخراج مخه دي ونيسي.
د دغه بنسټ مشر شان وندایور د امریکا دا پرېکړه د نه منلو وړ بللې او ویلي ئې دي، چي لا هم نه ده روښانه چي واشنګټن او اسلاماباد په دې اړه څه ډول هوکړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چي ټاکل سوې د دغو افغانانو د لېږد الوتنه نن دوشنبه یا سبا ترسره سي. د هغه په وینا، په دغو کسانو کې دوې ښځي هم شاملي دي.