د افغانستان ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ويلي

د افغانستان ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ويلي، چي د سې شنبې په ماښام ئې د کنړ ولايت په چوکۍ ولسوالۍ کي پر ط..البانو بريد کړي.
دغي جبهې ويلي، چي په دغه بريد کي ئې يو ط..الب وژلی او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
تر اوسه ط..البانو د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.