د امریکا د استازو جرګې هغه طرحه رد کړې، چي په کښي پر اسرائیلو د مرستي د بندېدو غوښتنه سوې وه.
دغي طرحي په جرګه کي ۳۱۴ مخالفي او ۱۰۴ موافقي رايي تر لاسه کړي وې.
د راپورونو له مخي، د ډیموکراټ ګوند د استازو نژدې نیمایي د دې طرحي ملاتړ کړی، چي د دغه ګوند او اسرائیلو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو نښه بلل کېږي.
د ډیموکراټ ګوند چپ اړخي غواړي اسرائیلو ته د امریکا پوځي مرستي په بشپړه توګه ودرول سي، خو منځلاري غړي باور لري، چي مرستي باید یوازي دفاعي وسلو پوري محدودي وي.
د يادي طرحي له مخي، اسرائیلو ته د بوديجې له سرچینو د هر ډول لګښت مخنیوی او د امریکا کلنۍ ۳.۳ میلیارد ډالره امنیتي مرستي هم بندېدې.
که دا طرحه د استازو جرګې له لوري تصویب سوې هم وای بیا هم د قانون کېدو له پاره ئې د سنا جرګې تصویب او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احتمالي ویټو ماتول اړین وو.