د ایران سپاه پاسداران ویلي، چي د امريکا پر ضد په روانو عملياتو کي ئې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله د کویټ د علي السالم پوځي اډه او د امریکايي ځواکونو د راټولېدو ځای په نښه کړی دئ.
د هغوی په وینا چي دغه بریدونه ئې د (یا زینب کبری) تر شعار لاندي ترسره کړي دي.
سپاه پاسدارانو دغه راز د کویټ له خلګو هم غوښتي چي خپل هیواد د دوی په وینا د بهرنیو یرغلګرو له شتون څخه پاک کړي او د اسلامي مسئولیت او تاریخي عزت د ساتني له پاره دي اقدام وکړي او د امريکا پر ضد دي پاڅون وکړي.