د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی، چي د ایران پر پوځي اهدافو د بریدونو دویم پړاو ئې بشپړ کړی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی، چي د ایران پر پوځي اهدافو د بریدونو دویم پړاو ئې بشپړ کړی دئ.
سنتکام ویلي، په دې بریدونو کي د ایران نظامي مرکزونه، هوايي دفاعي سیستمونه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوي، د ساحلي څار تاسیسات او بندرعباس د دقیقو وسلو په وسیله په نښه سوي دي.
د دې قوماندانۍ په وینا، د بریدونو هدف د هرمز تنګي له لاري د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو پر وړاندي د ایران د ګواښ وړتیا کمول دي.

تر دې یوه ورځ وړاندي هم امریکايي ځواکونو د تنب بزرگ ټاپو پر ځینو پوځي اهدافو ۹۰ دقیقې بریدونه کړي وو.