د ایران پوځ ویلي، د صاعقه عملیاتو په نهم پړاو کي ئې د اردن د الازرق په پوځي اډه کي د امریکا پر تاسیساتو د بې پيلوټه

د ایران پوځ ویلي، د صاعقه عملیاتو په نهم پړاو کي ئې د اردن د الازرق په پوځي اډه کي د امریکا پر تاسیساتو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي.
هغوی ويلي، چي په دغه برید کي د امریکايي ځواکونو د مخابراتي سیستمونو، ثابت رادار او د سونګ زېرمي هدف ګرځول سوي دي.
د ایران پوځ وایي، دا برید ئې د ایران پر ځینو سیمو، په ځانګړي ډول د ایرانشهر د بمپور پر پوځي قرارګاه د وروستیو بریدونو په غبرګون کي ترسره کړی؛ هغه برید چي د رسمي سرچینو په وینا، اووه پوځیان په کښي وژل سوي وو.

د خبرپاڼي له مخي، د اردن الازرق اډه د امریکا د توغندیز دفاعي سیستمونو او سیمه‌ییزو قومندانۍ مهم مرکز ګڼل کېږي.
ایراني پوځ ټینګار کړی چي د هیواد د دفاع او د وژل سوو سرتېرو د ویني د غچ اخیستلو له پاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.