د بریتانیا حکومت اعلان کړی چي د ۱۶ او ۱۷ کلنو نوو ځوانانو له پاره به د شپې له ۱۲ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پوري ټولنیزو شبکو ته لاسرسی په اوتومات ډول بند وي.
د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخي دا محدودیت به د انسټاګرام، ټیکټاک او یوټیوب په څېر اپلېکېشنونو کي پلی سي.
د حکومت په وینا، دا پرېکړه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د انلاین خوندیتوب د پیاوړتیا له پاره سوې او د ټکنالوژۍ له شرکتونو سره د ګډو اقداماتو یوه برخه ده.