د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي، امریکايي ځواکونو هغه کښتۍ له کاره غورځولې چي د ایران د جنوب پر لور روانه وه او غوښتل ئې له سمندري محاصرې تېره سي.
سنتکام نن چهارشنبه ویلي، «ولانوا» نومې کښتۍ د پاناما د بیرغ په وسيله او د عمان له خلیج څخه د تېرېدو هڅه کول، چي ويشتل سوې ده.
د امریکا د پوځ په وینا، د کښتۍ ملکي عملې د امریکايي ځواکونو څو ځله خبرداری له پامه غورځولی و.

له همدې امله د امریکا د سمندري ځواکونو یوې MH-60 چورلکي د کښتۍ پر ماشین‌خوني بريد کړی او ويشتلې ئې ده.
سنتکام د کښتۍ د عملې د احتمالي مرګ‌ژوبلي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.