د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي نقشه نشر کړې او د ياد تنګي سره ئې د ټرمپ د تنګي نوم کارولی دئ.
هغه مخکي هم د یوې وینا پر مهال، چي د ایران له وضعیت سره تړاو درلود هم ياد نوم ته اشاره کړې وه او ویلي ئې و چي ایران باید دا تنګی بېرته خلاص کړي.
بايد وويل سي، چي هرمز تنګی ځکه ډېر مهم بلل کېږي، چي د نړۍ د نفتو او انرژۍ یوه ستره برخه د همدې اوبو له لاري نړۍوالو بازارونو ته لېږدول کېږي. دا تنګی د منځني ختیځ د نفتو صادرونکو هیوادونو له پاره حیاتي لاره ده او هر ډول بېثباتي یا تړل کېدل ئې کولای سي د نړۍ پر اقتصاد، د تېلو پر بیو او نړۍوال امنیت ژور اغېز وکړي.
همدې ستراتیژیک ارزښت ته په کتو، دا سیمه تل د سیاسي او پوځي سیالیو مرکز پاته سوی دئ.