د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، واشنګټن له ایران سره د پوځي نښتو د پراخولو اړتیا نه ویني او تمه لري چي تهران به په پای کي د یوه تړون له پاره خبرو اترو ته حاضر سي.
ټرمپ له سي‌بي‌اېس ټلوېزیون سره په مرکه کي ویلي، امریکا اوس مهال د جګړې د پراخولو کوم پلان نه لري، خو که اړتیا پېښه سي، امریکایي ځواکونه کولای سي په ایران کي یو شمېر ټاکلي تاسیسات او د کوه کلنګ سیمه هم یو ځل بیا په نښه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چي دی د جګړې د پراخېدو غوښتونکی نه دئ او په وینا ئې، د پوځي عملیاتو د پراخولو له پاره کوم دلیل نه ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *